د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف وايي، په پام کې لري له پارلمانه غوښتنه وکړي، څو په دغه هېواد کې په ملي سطحه بېړنی حالت اعلان کړي.
د دې کار هدف د اروپايي ټولنې په دغه جنوب ختیځ هېواد کې د کرونا وایروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته ده.
بلغاریا پرون وویل په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو شمېر ۲۳ ته ورسېد، حال دا چې وړمه ورځ دا شمېر ۷ و.
صدراعظم بوریسوف پرون پنج شنبه وویل، دا درخواست ښايي نن جمعه وکیلانو ته وړاندې شي او ده له پارلماني ګوندونو د دغه اقدام د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د بلغاریا صدراعظم زیاته کړه، ځیني قانوني مقررات باید وضع شي، څو هغه کسان چې د قرنطین کېدو امر یې شوی او له دغه امر څخه سرغړونه کوي جریمه شي.
د بوریسوف په وینا ۱۴ کسان چې په کار وه، په قرنطین کې وي، دغه طرزالعملیې نهدی مراعت کړی.
ده د وزیرانو شورا ته په وینا کې وویل، په ځینو هېوادونو کې له دغو مقرراتو سرغړوونکو ته ۷ کاله بند سزا ټاکل شوې ده، که څه هم بلغاریا به داسې کار نهکوي، خو د څه باندې ۲۸۰۰ امریکایي ډالرو معادل جریمه باندې باید غور وشي.