چین او جنوبي کوریا چې کرونا وایروس سخت ځپلي، داسې هڅوونکي راپورونه ورکړي چې په اسیا کې یې د دې وایروس له کبله د ولاړ شوي بحران د کمېدو هیلې پیدا کړې دي.
خو په لوېدیځ کې تر معاینې وروسته معلومه شوه چې د کاناډا صدراعظم جستن ترودو مېرمن هم په دې وایروس اخته شوې ده.
په نیویارک کې د فیلیپین یو ډیپلومات هم په دې وایروس اخته شوی چې دا د ملګرو ملتونو په مقر کې د کرونا وایروس لومړۍ ثبت شوې پېښه ده.
چین نن جمعه راپور ورکړ چې پرون په دغه هېواد کې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو یوازې ۸ نوې قضیې ثبت شوي، حال دا چې وړمه ورځ دا پېښې ۱۵ ته رسېدې.
له دې سره په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو شمېر ۸۰ زره ۸۱۳ ته ورسېد.
بلخوا جنوبي کوریا چې په اسیا کې تر چین وروسته کرونا وایروس سخت ځپلی، ویلي نن په دې وایروس د خلکو د اخته کېدو په نسبت زیات خلک له دې ناروغۍ روغ شوي دي.
له دې سره په ورځني ډول د نویو کسانو د اخته کېدو شمېر کم ښوول شوی او داسې هیلې یې پیدا کړي چې دغه بحران ښایي کم شي.