ایران د کرونا د مخنیوي لپاره د میلیاردونو ډالرو پور غوښتی

د ایران ولسمشر او نور چارواکي.

د ایران حکومت د (کووایډ-۱۹) ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څو میلیارده ډالره پور غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او د وروستیو راپورونو له مخې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي سلاکار علي اکبر ولایتي هم په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ولایتي په قرنطین کې دی. ایراني چارواکي ویلي دي چې د ۵۷ نورو کسانو له مړینې سره اوس په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېره ۴۲۹ کسانو ته لوړه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۱۰۷۵ نویو مواردو له تأیید وروسته په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۰۰۷۵ ته ورسېده.

د ایران رژیم د کرونا وایروس د مخنیوي په برخه کې له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.