کرونا؛ د نړۍ سرحدونه بند او د ونډو بیې مخ پر ځوړ دي

ارشیف.

په داسې حال کې چې اروپا اوس د (کووایډ-۱۹) وایروس د سرایت په برخه کې د چین ځای نیولی د نړۍ هېوادونو خپل سرحدونه بندوي او د ونډو بیې مخ پر ځوړ روانې دي.

د بېلابېلو هېوادونو پر سفر یې کلک بندیزونه لګولي او د اروپايي ټولنې مشرانو د خلکو پر غونډو محدودیتونه اعلان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغو هېوادونو کې چې دا وبا په‌کې خپره شوې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پرون اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې ۱۲۴۸۴۷ کسان په دې وایروس اخته شوي او د مړو شمېر له ۴۶۰۰ کسانو اوښتی دی.

په ایټالیا کې په (کووایډ-۱۹) د اخته کسانو شمېره له ۱۲۰۰۰ او په ایران کې له ۱۰ زرو اوښتې او په جنوبي کوریا کې دا شمېره اتو زرو ته نږدې شوې ده.

په همدې حال کې متحده ایالاتو د اروپايي ټولنې له ۲۶ هېوادونو څخه پر الوتنو بندیز لګولی دی.

په فرانسه کې به له راتلونکې اوونۍ څخه وړکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه بند وي په داسې حال کې چې د چک جمهوریت په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې ټولې تعلیمي مؤسسې لادمخه رخصت شوې دي.