د هند په نوې ډېلي کې نن ټول ښوونځي، پوهنتونونه او سینماګانې د کرونا وایروس د خپرېدو د خطر له امله وتړل شول.
هندي چارواکي وایي چې دغه اقدامات به د همدې مارچ میاشتې تر اخره دوام وکړي.
له دې مخکې په نوې ډېلي کې دولتي ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ تړل شوي و.
د نوې ډېلي اعلا وزیر ارویند کیجريوال وایي، د ښوونځیو او پوهنتونو ازموینې هم شاته غورځول شوې دي.
په هند کې تر اوسه ۷۳ تنه پر کرونا وایروس اخته شوي دي.