راپور: امریکا پر طالبانو او داعش د هوايي حملو شدت نه‌دی کم کړی

ارشیف، افغانستان کې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوايي حمله.

د امریکا پوځ نوې شمېرې ښیي چې امریکا تر اوسه په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو او د اسلامي دولت سخت‌دریځې ډلې یا داعش په وړاندې د هوا له لارې د جګړې شدت نه‌دی کم کړی.

د امریکایي جینس خپرونې د راپور له مخې دغه شمېرې چې د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ نن خپرې کړي ښیي چې هوایي ځواکونو په تېره فبرورۍ میاشت کې ۳۶۰ هوایي مأموریتونه ترسره کړي چې په ډېرو کې یې وسلې کارولې دي.​

دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې دې قوماندانۍ د خپلو هوایي مأموریتونو د شمېرو د خپرولو لړۍ پیل کړې، دوهمه لویه شمېره ده.

یوازې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د امریکا هوایي ځواکونو ۴۶۹ مأموریتونه ترسره کړي و.​

په تېره فبرورۍ میاشت کې په افغانستان کې د امریکا هوایي ځواکونو دغه لوړ شمېر مأموریتونه داسې مهال ترسره کړي چې په ۲۹مه نېټه‌یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو او تر هغې مخکې هم شااوخوا یوه اوونۍ د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ وه چې دواړو لورو پر یو بل له حملو ډډه کړې وه.