په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین غونډه د کرونا وایروس د ناروغۍ د خپرېدو د اندېښنو له امله لغوه شوې ده.
د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا اقدام د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتونو له مخې شوی دی.
ټاکل شوې چې د مزاري د ۲۵ تلین دا غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د لوړپوړو حکومتي مشرانو په برخې اخیستنې نن په ارګ کې ونمانځل شي.
د سرور دانش د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "په نړیواله کچه په سترو غونډو کې د کرونا وایروس د خپرېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداري ته په پاملرنې او د عامې روغتیا وزارت او د ډاکترانو د بیا ټینګار له مخې دغه مراسم لغوه شوي دي."
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا وایروس د ناروغۍ اووه مثبتې پېښې ثبت شوي.
د کرونا وایروس پنځه مثبتې پېښې په هرات او دوه د سمنګان په ولایت کې ثبت شوې دي.