د امریکا کانګرس هغه لایحه تصویب کړه چې پر ایران د پوځي حملې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیت محدودوي.
دا پر ټرمپ چې ویلي دي په دې اړه هره لایحه به ویتو کړي، سخت ګوزار دی.
د امریکا د استازو جرګې پرون دغه د جګړې د صلاحیتونو په نوم قانوني لایحه د ۲۲۷ مثبتو د ۱۸۶ رایو په مقابل کې تصویب کړه. د دې جرګې چې ډیموکراتان پهکې اکثریت دي، شپږ جهموري غوښتونکي غړو هم دغې لایحې ته مثبتې رایې ورکړي.
د امریکا سنا جرګې له مخکې دغه لایحه تصویب کړې وه.
دغه لایحه د ایران پر ضد مخکې له دې چې کانګرس کې پرې رایې وانهخیستل شي، هر ډول پوځي اقدامات منع کوي.
ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې که د پوځي اقدام په اړهیې صلاحیت محدود شي، نو هغه به ویتو کړي. هغه ویلي د ده د ویتو د ردولو لپاره کافې رایې نهشته.
سپینې ماڼۍ له کانګرس غوښتنه کړې چې دغه لایحه دې رد کړي ځکه هغه د امریکايي ډیپلوماتانو، د دې هېواد د ځواکونو او د متحدینو او شریکانو د خوندي کولو لپاره د ولسمشر د وړتیاوو مخنیوی کوي.