کابل کې پاکستان سفارت د ویزې ورکول بند کړي

کابل کې پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي د لنډمهال لپاره‌یې افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړي دي.

د دغه سفارت مطبوعاتي مسؤلینو ازادي راډیو ته د دغه ګام دلایل روښانه نه‌کړل، خو ویې‌ویل، تمه ده چې راتلونکې یکشنبه بېرته د ویزو ورکړه پیل شي.

په کابل کې د پاكستان سفارت هره ورځ سلګونه افغانانو ته ویزې ورکولې چې دې وروستیو کې یې فعاليتونه ټکني او په اړه‌یې د خلکو شکایتونه زیات شول.

شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله په کابل کې د پاکستان سفارت د شاوخوا یوې میاشتې لپاره ویزې بندې کړې وې.

پر کابل سربېره په جلال‌اباد، هرات، مزار شریف او کندهار ښارونو کې هم د پاکستان قونسلګرۍ افغانانو ته ویزې ورکوي، خو بیا هم ډېر افغانان له دې بهيره خوښ نه‌دي.

د پاکستان مسؤلینو پخوا تر دې د خلکو د شکایتونو لامل ډېره ګڼه ګوڼه بللې وه.