امریکا: ایران، چین، کیوبا او ونزوئلا د بشري حقونو سرغړوونکي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د امریکا کلنی راپور ښيي چې ایران، چین، کیوبا او ونزوئلا د بشري حقونو لوی سرغړوونکي هېوادونه دي.

په دې راپور کې په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۹۹ هېوادونو بشري وضعیت ارزول شوی دی.

راپور کې د ایران پر حکومت له دې امله نیوکه شوې چې په تېر نومبر میاشت کې یې د تېلو د بیې د لوړولو پر ضد مظاهره‌چیان وځپل.

د راپور پر بنسټ، دې مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر چین له دې امله نیوکه کړې چې هلته‌یې سیاسي مخالفینو او مذهبي اقلیتونو له هغې ډلې اویغور مسلمانانو سره ښه چلند نه‌دی کړی.