روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وایروس ټولو ته رسېدونکی اعلان کړ

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وایروس خپرېدل سراسري یا ټولو ته رسېدونکی اعلان کړ.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون په جنوا کې خبریالانو ته وویل چې د روغتيا نړیوال سازمان د کرونا وایروس د چټکې خپرېدو او په وړاندې یې د نه‌اقداماتو په اړه ډېر اندېښمن دی.

نوموړي وویل چې کرونا وایروس اوس د نړۍ ۱۱۴ هېوادونو ته رسېدلی.

څه باندې یو لک او ۱۸ زره کسان په دې وایروس اخته شوي او ۴۳۰۰یې مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د هېوادونو اقدامات هم د وایروس د سراسري والي مخنیوی نه‌شي کولای.