ایران وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ نور کسان هم په کرونا وایروس مړه شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۳۵۴ ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن چهارشنبه وویل، په دغه هېواد کې په (کوواید-۹) کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو ۹۵۸ نورې پېښې هم تأیید شوې دي.
له دې سره په ایران کې په دغه وژونکي وایروس د خلکو د اخته کېدو شمېر ۹۰۰۰ ته ورسېد.
ایران په منځني ختیځ کې تر بل هر هېواد د کرونا وایروس له کبله سخت ځپل شوی دی.
په دې وایروس په ټوله نړۍ کې تر ۱۱۷ زره ډېر کسان اخته شوي او تر ۴۲۰۰ ډېر نور یې په نتیجه کې مړه شوي دي.