صدیقي: خوشې کېدونکي طالب بندیان به بیا جګړې ته ونه‌ګرځي

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.

د افغانستان جمهوري ریاست ډاډ ورکوي چې هغه شمېر طالب بندیان به بیا جګړې ته ونه‌ګرځي کوم چې د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، د جمهوري ریاست د فرمان په اساس دا تضمین موجود دی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د فرمان په اساس هغه کسان چې له بنده خوشې کېږي بېرته به جګړې ته نه‌ګرځي او طالبان هم له جګړې لاس اخلي، که چېرې موږ مطمئن نه‌شو چې د دغو طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته امنیت نه ښه کېږي هغه کار به افغان دولت ترسره نه‌کړي."

جمهوري ریاست وايي، تر اوسه هېڅ طالب بندي نه‌دی خوشې شوی.

له بلې‌خوا زلمي خلیل‌زاد ویلي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې چې بېګاه‌یې صادر کړی تر پنځه زره طالب بندیان به د طالبانو د نوملړ په اساس د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سې شنبې په شپه دا فرمان ورکړی چې په‌کې ویل شوي لومړی به د کب له ٢٤مې د پروان له زندان او توقيف‌ځايونو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشې کېدو پروسه پيلېږي.

طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی.