کیف کې ښوونځي او پوهنتونونه د مارچ تر پایه بندېږي

په اوکراین کې یو پوهنتون

د اوکراین چارواکي په پلازمېنه کیف کې د مارچ میاشتې تر پایه ښوونځي او پوهنتونونه بندوي.

دا اقدام د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف کېږي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو نن پر خپل فېس‌بوک په یوه وېډیويي پیغام کې وویل، د کنسرتونو او کنفرانسونو په څېر د خلکو پر راغونډېدو به هم په دغه ښار کې سر له سبا محدودیت لګول کېږي.

سینماګانې او په لویو پلورنځایونو کې به تفرېح‌ځایونه تړلي وي.

د کیف ښاروال وايي عام ټرانسپورت په عادي بڼه خپل فعالیت کوي.

په نړۍ کې کرونا وایروس تر ۱۱۷ زرو زیات کسان اخته کړي او تر ۴۲۰۰ زیات کسان‌یې مړه کړي دي.

په داسې حال کې چې په اروپايي هېوادونو کې په دغه وایروس د خلکو د اخته کېدو پېښې په زیاتېدو دي، اوکراین په دې وایروس د یوه کس د اخته کېدو راپور کړی دی.