پاکستان د روغتیا وزارت وايي، په هغه هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
دا خبره د دې وزارت یوه چارواکي ډاکتر عرفان طاهر بېګا مشال راډیو ته وکړه.
په عین وخت کې د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني بېګا ویلي چې له ایران سره پر پوله د قرنطین ۴ مرکزونه موجود دي او ۵ نور ځایونه جوړوي.
د ده په خبره، په کوټه کې یې هم د ۱۰۰۰ کسانو لپاره د قرنطین مرکز پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت د فبرورۍ له ۲۲ مې څخه له ایران سره پوله تړلې ځکه چې په هغه هېواد کې ګڼ کسان په دغه وایروس اخته شوي دي.
شاهواني زیاته کړه چې له افغانستان سره پر پوله په چمن کې هم د قرنطین مرکز جوړوي.
بلې خوا ته د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې مشر ډاکتر طارق حیات پرون مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم هم هره ورځ له افغانستانه ورغلي کسان معاینه کوي.
دی وايي، د لواړګي په روغتون کې یې ناروغانو لپاره ځای بېل کړی او د پېښور د پولیسو روغتون وار له مخه د کرونا وایروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.
ډاکتر حیات زیاتوي چې د تورخم له لارې په وراوښتي هېڅ کس کې تر اوسه وایروس نه دی موندل شوی.
یاده دې وي، افغانستان کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۷ ته رسېدلی دی.