امریکا: ایران دې بندي امریکايي وګړي خوشې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا متحدو ایالتونو له ایرانه غوښتنه وکړه، په بشري لحاظ ټول امریکایي وګړي، چې په دغه هېواد کې په غلطه توقیف شوي، د بشردوستۍ له مخې خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په یوه اعلامیه کې ووویل: "که کوم امریکايي وګړی مړ شو، امریکا به د ایران رژیم په مستقیم ډول مسوول وګڼي."

ښاغلي پامپیو ویلی، چې د امریکا ځواب به قاطع وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې خبري راپورونه وايي کرونا یا کووید۱۹ وایروس د ایران په هغو زندانونو کې هم خپور شوی چې امریکایي وګړي په کې ساتل کېږي.

د ایران د قضاییه قوې ریس ابراهیم ريسي پرون ویلي وو، چې ایران د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ۷۰ زره بندیان په موقت ډول خوشې کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې په کرونا وایروس تر ۸۰۰۰ زیات کسان اخته شوي.

د ایران روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ، چې په دې وایروس د مړو شمېر ۲۹۱ کسانو ته رسېدلی دی.