مسکو کې پر لویو غونډو بندیز ولګېد

په روسیه کې تر اوسه د کرونا وایروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د مسکو چارواکو د هغو لویو عامه غونډو په ترسراوي بندیز ولګاوه چې د ګډونوالو شمېر يې له پنځه زره اوړي.

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې پرون د روسیې ولسي جرګې د اساسي قانون په تعدیل سره د پوتین د بیا کاندیدۍ لار هواره کړه چې ممکن مخالفین د دې کار په غبرګون لاریون وکړي.

په روسیه کې تر اوسه د کرونا وایروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا وایروس مثبتې پېښې له ۱۱۷ زرو اوښتي چې له ډلې یې د مړو شمېر ۴۲۰۰ ته رسېدلی دی.

د هغو خلکو له ډلې چې کرونا وایروس نیولي څه باندې ۶۰ زره یې تر معالجې وروسته له روغتون رخصت شوي هم دي.