افغانستان کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۷ تنو ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان روغتيا وزارت وايي، په کرونا يا کوويد-١٩ وايروس د اخته کسانو شمېر ٧ ته ورسېد.

د دغه وزارت په حواله پرون په سمنګان او هرات ولايتونو کې په دې وايروس د دوو نورو کسانو د اخته کېدو پېښې تأييد شوې.

د دغه وزارت وياند وحيدالله مايار پرون رسنيو ته په يوه لنډ بيان کې ويلي، په کرونا وايروس د اخته کېدو ٥ پېښې په هرات او دوې په سمنګان کې ثبت شوي دي.

د ښاغلي مايار په خبره وروستي دوه کسان په ايران کې محصلان وو، چې په وروستيو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په ايران کې په کرونا وايروس تر ٢٩٠ زيات کسان مړه شوي او په زرګونو کسان ورباندې اخته شوي دي.