د امريکا د متحدو ايالاتونو د ولسمشرۍ پخوانۍ کانديده هېلري کلېنټن وايي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل بايد "مشروط" وي.
مېرمن کلېنټن چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هم وه، دا څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د سولې په پروسه کې د افغان ښځو د ونډې په اړه رابلل شوې جلسې ته وکړې.
هغې زیاته کړه: "د پوځيانو وتل بايد په دې پورې مشروط وي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي، يوه اندازه پوځيان بايد هلته پاتې وي، څو طالبان د تاوتريخوالي ختمولو ته قانع کړي، له اوږدې مودې مو هدف دا دى چې طالبان خصومت او تاوتريخوالى کم کړي، د افغانستان اساسي قانون او هغه نور قوانين چې د افغانستان پارلمان تصويب کړي ومني."
هېلري کلېنټن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې واشنګټن او طالبانو د فبرورۍ پر ٢٩مه په دوحه کې يوه موافقه لاسليک کړه.
امريکايي چارواکو تمه ښوولې چې دغه هوکړه به وکړاى شي په افغانستان کې د امريکا څه باندې ١٨ کلنه جګړه پاى ته ورسوي.