صربیا له یو شمېر هېوادونو سره خپل تګ راتګ بند کړ

یو شمېر صربیايي ځواکونه

صربیا د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو سره خپل تګ راتګ بند کړ چې دغه وایروس په کلکه اغېزمن کړي دي.

د صربیا حکومت نن سې شنبه وویل، له ایټالیا، د چین له ځینو ایالتونو، جنوبي کوریا، ایران او سویس سره د لنډمهال لپاره تګ راتګ بندوي.

د صربیا د حکومت په اعلامیه کې راغلي، کرونا ځپلو سیمو ته د روغتیایي کارکوونکو په تګ هم بندیز لګول شوی دی.

په اعلامیه کې نه‌دي ویل شوي چې دغه بندیز د څومره مودې لپاره دی.

په صربیا کې د یوه چیني تبعه په ګډون څلور تنه کرونا نیولي دي.

کرونا وایروس چې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو، تر اوسه څه باندې سلو هېوادونو ته لاره کړې، ۱۱۰ زره کسان پرې اخته شوي او څه باندې څلور زره کسان‌یې مړه کړي دي.