طالبان: امریکا ته مو د خپلو پنځو زرو زندانیانو لېست ورکړی

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې طالب پلاوی

طالبان وایي، امریکایي لوري ته‌یې د خپلو پنځو زرو زندانیانو لېست ورکړی او د دوی په ټکو (هېڅوک جعل‌کاري) په‌کې نه‌شي کولای.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین نن په یوه ټویټ کې ویلي، له زندانه خوشې کېدونکي کسان به هغه مهال ورته د منلو وي چې د دوی ټاکل شوی پلاوی یې تصدیق کړي.

ښاغلي شاهین ټینګار کړی، خوشې کېدونکي زندانیان باید هغه کسان وي چې دوی یې امریکا ته نومونه ورکړي دي.

طالبان دغه اعلامیه داسې مهال ورکوي چې ټاکل شوې نن د ورځې تر پایه ولسمشر محمد اشرف غني د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه یو فرمان ورکړي.

تر اوسه د دغه فرمان جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو روېټرز اژانس ته سرچینو ویلي، ممکن دې اوونۍ کې د طالبانو زر سپین ږیري بندیان ازاد شي.