د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د شیر خان اسلام قلعه او سپین بولدک بندرونه د سوداګرو په مخ تړل شوي دي.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه بندرونه د کرونا وایروس د خپرېدو له امله بند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د سوداګرۍ خونې چارواکي ویلي، چې د اقینې او حیرتان بندر هم له څو ورځو راهیسې تړل شوي.
خو ښاغلی نوید وايي، دغه بندرونه یوازې د خلکو د تګ را تګ په وړاندې بند شوي خو سوداګریز مالونو باندې د مکروب ضد درملوله شیندلو وروسته سوداګریزو توکو ته د انتقال اجازه ورکول کېږي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي،که چېرې روان وضیعت دوام وکړي دا به د افغانستان په مارکیت ناوړه اغېزه وکړي.