افغانستان کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۵ ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبې په افغانستان کې د کرونا وایروس یوه نوې مثبته پېښه تأیید کړه.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوه بیان کې چې نن یې رسنیو ته استولی ویلي، د کرونا ویروس دا نوې پېښه په سمنګان ولایت کې موندل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مخکې له دې په هرات ولایت کې د کرونا وایروس ۴ موارد تأیید کړي وو، چې له نوي هغه سره په ټول هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۵ ته لوړ شو.