د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنه يي د نوروز په مناسبت خپله پلان شوې وینا لغوه کړې ده.
د خامنه يي د دفتر د رسمي اعلامیې له مخې د ایران د ستر مشر د وینا مراسم چې هرکال د نوروز په ورځ د امام رضا په زیارت کې جوړېږي سږ کال نه ترسره کېږي او خامنه يي به مشهد ته سفر ونه کړي.
د دې اعلامیې له مخې دا پرېکړه د روغتیايي چارواکو په سپارښتنه د ګڼې ګوڼې او د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف شوې ده.
ټاکل شوې وه خامنه يي د مارچ په ۲۰مه نېټه په مشهد ښار کې وینا وکړي.
د ایران د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۷۱۶۰ کسانو ته رسېدلی او تر اوسه پورې ۲۳۵ کسان په ایران کې دې وایروس وژلي دي.