عراق کې ۲ امریکايي سرتېري وژل شوي

ارشیف

د امریکا پوځ وايي، په عراق کې یې دوه سرتېري د عراقي ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په بهیر کې د "دښمن ځواکونو " له‌خوا وژل شوي دي.

په عراق او سوریه کې د داعش وسله‌والو پر ضد د مبارزې ماموریت پرون وویل، دا دوه امریکايي سرتېري د مارچ په اتمه نېټه هغه مهال ووژل شول چې د مرکزي عراق په یوه غرنۍ سیمه کې یې د داعش د ډلې د یو قرارګاه د له منځه وړلو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

د وژل شویو سرتېرو نومونه نه دي په ډاګه شوي او د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا متحده ایالات دا مهال په عراق کې شا او خوا ۵۲۰۰ سرتېري لري چې د داعش د وسله‌والې ډلې سره د مبارزې لپاره د عراقي ځواکونه په روزنه او ملاتړ بوخت دي