سرچینې: ولسمشر غني به لږترلږه ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په دې اوونۍ کې لږترلږه زر تنه طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس کړې او وايي چې لږترلږه پنځو سرچینو ورته د دې خبر پخلی کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، دوه افغان سرچینو وروته ویلي په دې فرمان کې به د طالبانو د ډېر عمر لرونکي بندیان شامل وي.

دا پرېکړه له هغې څو ساعته وروسته کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دویمې دورې ولسمشرۍ لوړه وکړه. د ولسمشر غني ویاندویانو په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

خو ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ خپله د لوړې په مراسمو کې د طالبان بندیانو د خوشې کولو په اړه دې فرمان ته اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه: "د طالب زندانیانو خوشې کېدل، د خلکو د امنیت او سولې له ټینګښت سره تړلي دي، په دې اړه به سبا یو فرمان صادر کړم چې د دې پروسې جزئیات به په کې شامل وي، له نیکه مرغه یو چوکاټ مو رامنځته کړی چې د زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې، په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راځي."

طالبان د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې د افغانستان له زندانونو څخه د خپلو ۵ زرو بندیانو خوشې کېدل غواړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون کې هم د دې بندیانو د خوشې کېدو مسئله یاده شوې ده.

ولسمشر غني تر دې مخکې د طالب زندانیانو خوشې کېدل په اوربند پورې تړلي وو.

ګومان کېږي چې د افغان حکومت له خوا د طالب زندانیانو خوشې کېدل به د طالبانو سره د افغان حکومت په ګډون بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره کړي.