خېبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ یو ډګروال وژل شوی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د پاکستان پوځ یو ډګروال او دوه مشکوک ترهګر په خېبر پښتونخوا کې په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي چې دا پېښه نن د مارچ ۹ د ټانک په نوم سیمه کې شوې ده.

دا هغه ځای دی چې امنیتي ځواکونه په‌کې د ترهګرو د پناهځایونو پر وړاندې استخباراتي عملیات پیل کړي دي.

د پوځ اعلامیه زیاتوي په دې سیمه کې زیاته اندازه وسلې او مهمات له دغو پناهځایونو څخه ترلاسه شوي دي.