د کرونا خپرېدو وېره؛ ایراني چارواکو شااوخوا ۷۰ زره بندیان خوشې کړل

ارشیف، په ایران کې یو زندان

ایراني چارواکو په دې هېواد کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف شااوخوا ۷۰ زره بندیان خوشې کړل.

دا خبره د ایران د قضائیه قوې مشر ابراهیم رئیسي داسې مهال کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د نوي خپور شوي وایروس له کبله د ۴۳ کسانو د مړینې راپور ورکړل شو.

رئیسي نن د مارچ نهمه وویل چې دې ته په کتو چې دغه کسان به د ټولنې امنیت ته ګواښ نه‌پېښوي، د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ته به دوام ورکړي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وروسته اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې ۵۹۵ د کرونا وایروس نوې پېښې ثبت شوې دي.

په دې سره په دې وایروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې ۷۱۶۱ تنو ته ورسېد.

له دې ناروغۍ څخه د مړه شویو کسانو شمېر په ایران کې ۲۳۷ تنه ښودل شوی.