ایټالیا کې کرونا وایروس څه باندې ۷ زره کسان نیولي

په قرنطین شویو سیمو کې تر ۱۶ میلیونه خلک اوسېږي.

په ایټالیا کې کرونا وایروس څه باندې ۷ زره کسان نیولي او ۳۶۶ کسان‌یې مړه کړي دي.

یوازې یکشنبه د ۱۳۳ کسانو د وژل کېدو خبر تأیید شوی چې ورسره هلته د دې وایروس له لاسه د انسانانو د مرګ اندازه ۵۷ فیصدو ته لوړه شوې.

د ایټالیا حکومت د کرونا وژونکي وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د دغه هېواد ګڼې شمالي سیمې قرنطین کړې دي.

په قرنطین شویو سیمو کې تر ۱۶ میلیونه خلک اوسېږي.

د اروپا ګڼو نورو هېوادونو ته هم د ایټالیا له لارې د کرونا وایروس د انتقال راپورونه تأیید شوي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا وایروس د اخته خلکو شمېر له یو لکو اوښتی، خو له روغتون د رخصت شویو خلکو شمېر هم له ۶۰ زرو اوښتی دی.

تر ایټالیا او چین وروسته د نړۍ درېیم هېواد چې په‌کې ګڼ خلک د کرونا وایروس قرباني شوي ایران دی.

په ایران کې د نږدې ۲۰۰ کسانو د مړینې خبره د دغه هېواد د روغتیا وزارت له‌خوا یکشنبه تأیید شوی.