اردوغان: یونان باید خپل سرحد کې په تمه پناه غوښونکو ته لار ورکړي

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي یونان باید هغو زرګونه پناه غوښتونکو ته لار ورکړي چې د دغه هېواد په سرحد کې په تمه ولاړ دي.

اردوغان پرون په استانبول کې یوې غونډې ته دا خبرې وکړې.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه: "دروازې خلاصې کړئ او خپلې اوږې هم له دې باره مه‌لیرې کوئ. پرېږدئ چې دا خلک نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي."

اردوغان همداراز یونان تورن کړ هغه پناه غوښتونکي چې اروپايي ټولنې ته‌یې ځانونه رسولي په ناقانونه توګه بېرته ترکيې ته استولي او وهل ټکولي یې دي.

ترکیې همداراز ویلي چې د یونان پوله‌ساتو ځواکونو د ترکیې او یونان په پوله کې په دوو پناه غوښتونکو ډزې کړي.

د ترکیې دا تور یونان رد کړی دی.

د اردوغان تر دغو خبرو وروسته یونان یکشنبه ناوخته وویل چې پلان لري له ترکیې سره خپلې دروازې لا پسې کلکې کړي.

لږترلږه ۱۰ زره کسان له تېرې جمعې راهیسې د یونان پولو ته رسېدلي چې هاخوا واوړي.

دوی چې ترمنځ‌یې سلګونه افغانان هم شته وروسته له هغه اروپايي ټولنې ته د تلو په هدف له ترکیې یونان ته د تلو زړه ښه کړ چې د ترکیې هېواد یونان ته د هغوی د تلو په مخ لار خلاصه کړه.