غني: افغان مېرمنې لا هم له ستونزو سره مخ دي

ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان میرمنې په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې له پرمختګ او لاسته راوړنو سره سره لا هم له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي غني د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پيغام کې ویلي، د ښځو د ځلیدا او پرمختګ پر وړاندې خنډونه باید له منځه ولاړ شي او ډاډ یې ورکړی چې دولت دې کار ته ژمن دی.

په دې پيغام کې راغلي، افغان دولت ته د سولې په موضوع کې د ښځو دریځ او حقونه ارزښت لري او زیاته شوې چې د ښځو له نظر پرته به د سولې هېڅ پرېکړه نه کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم د ښځو د ورځې په اړه خپل پيغام کې ویلي، د یوې سوله ییزې او بشپړې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره لازمه ده چې افغان ښځې د تعلیم، روغتیا او کار حق ولري.