پاکستان د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د "پي ټي ایم" ۲ غړي نه دي پريښي

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان علي وزیر او محسن داوړ.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان علي وزیر او محسن داوړ وایي، د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې له ګډونه ګرځول شوي دي.

محسن داوړ نن د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې دوي د افغان حکومت په بلنه کابل ته روان و، خو د اسلام آباد په هوایي ډګر کې یې مخه نیول شوې او د سفر اجازه نه ده ورکول شوې.

هغه وویل: "مونږ چې د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورسېدو، زه او علي وزیر یې دلته ایسار کړو، مونږ ته یې وویل چې تاسو مخکې نه شی تلی، دوی ویل، کوم پوځي ورته ویلي چې دوی به نه پرېږدئ."

پاکستانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني سبا په ارګ کې د دویم ځل ولسمشرۍ لوړه وکړي.

په کابل د عبدالله عبدالله مطبوعاتي مسئولینو ویلي چې په سپیدار ماڼۍ کې د عبدالله عبدالله لوړې ته هم چمتوالی نیول شوی دی.

ځینو رسنیو کې ویل شوي، که سبا د لوړې دواړه مراسم ترسره شي، دا کار به له طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت دریځ کمزوری وښيي.