مالدوا کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه تأیید شوه

د دغه هېواد د روغتیا وزارت پرون وویل، په کرونا اخته شوې دا ۴۸ کلنه مېرمن له ایټالیا ورغلې ده.

د مالدوا چارواکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه تأیید کړې ده.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت پرون وویل، په کرونا اخته شوې دا ۴۸ کلنه مېرمن له ایټالیا ورغلې ده.

چارواکو ویلي، دغه مېرمن چې الوتکه کې له ایټالیا ورغلې والګي نیولې وه او شدیده تنفسي ستونزه ورته پيدا شوې او همدا لامل و چې له هوایي ډګره روغتون ته یوړل شوه.

بل لورته ایټالیا د کرونا ویرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره کمساري اقدامات پیل کړي او خلکو ته یې ویلي چې له استثنايي حالته پرته د لومباردي شمالي سیمې ته لاړ نه شي او د دې سیمې اوسېدونکي دې هم نورو سیمو ته نه ځي.

لومباردي سیمه زیاته کرونا ځپلې ده.

دا خبره د ایټالیا صدراعظم ګوسپې کونټې نن یکشنبه سهار وکړه.

د اروپايي هېوادونو په منځ کې تر ټولو زیات کسان په ایټالیا کې په کرونا ویرس اخته شوي دي.

کونټې په یوه خبري غونډه کې وویل، د شمال ۱۴ ولایتونو ته به تګ راتګ منع وي او نوي تدابیر به ژر هلته عملي شي.

تر نن یکشنبې پورې په نړۍ کې د یو لکو ۶ زره ۲۰۳ تنو کرونا ویرس تشخیص شوي، ۳ زره ۶۰۰ تنه ورڅخه مړه شوي او د څه باندې ۶۰ زره تنو درملنه شوې ده.