ترکیه: اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د تګ هڅې زیاتې شوي

تر یو لکو ۴۱ زره زیات پناه غوښتونکي له ترکیې څخه یونان ته اوښتي دي.

ترکیه وايي، ښايي پناه غوښتونکي په راتلونکو ورځو کې د یونان او اروپايي اتحادیې خوا ته د تګ هڅې زیاتې کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون شنبه وویل، اوس لا وختي دی خو د سوریې د امنیتي حالاتو د لا خرابېدو په صورت کې به د اروپايي هېوادونو لور ته د پناه غوښتونکو سېل مات شي.

د سویلو په وینا، تر یو لکو ۴۱ زره زیات پناه غوښتونکي له ترکیې څخه یونان ته اوښتي دي.

خو خبریالان او متخصصان وايي چې ترکیه له خپلې خاورې یونان ته د تللو پناه غوښتونکو په شمېر کې له مبالغې کار اخلي.

یونان هم ټینګار کوي چې له ترکیې څخه به ورتلونکي پناه غوښتونکي پرې نږدي.

انقرې پر يونان تور لګولى چې پر سرحد يې د پناه غوښتونکو په وړاندې له ځواک څخه کار اخيستى دى.

خو د يونان رسنيو بيا راپور ورکړى چې د ترکيې سرتېري پناه غوښتونکي په زور او فشار سره د سرحد خوا ته پورې وهي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان غوښتنه کړې، چې اروپا دې په سوريه کې د انقرې د هڅو ملاتړ وکړي او د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو دې ترکيې ته نوره مالي مرسته هم ورکړي.

ترکيې يوه اوونۍ مخکې په خپل قلمرو او يونان ته څېرمه په خپلو سرحدونو کې د پناه غوښتونکو مخه پرانيستله.

انقره وايي د سوريې په ادليب ولايت کې د جګړې له عمده ساحې د نورو پناه غوښتونکو جوپه نه شي سمبالولاى.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د زرګونو پناه غوښتونکو په وړاندې د لارو د پرانيستلو موضوع توجيه کړه او پر اروپايي ټولنې يې تور ولګاوه چې د سوريې ٤ میليونه کډوالو ته د پناه ورکولو په خاطر ترکيې ته ٦ مليارده يورو نه ورکوي.

اردوغان ويلي ترکيې تر ٤٠ مليارده يورو ډېرې پيسې لګولي، خو بروکسل هغه ٦ مليارده يورو چې ژمنه يې کړې وه، ترکيې ته نه دي ورکړي.

د بلغاريا صدراعظم بوى-کو بوريسوف چې هېواد يې له ترکيې سره سرحد لري، په دې لانجه کې د انقرې ملاتړ کړى او ويلي يې دي، اروپايي ټولنې ترکيې ته د دغو پيسو د ورکړې په پلوي رايه ورکړې وه، خو نه پوهېږو دوى ولې دا پيسې نه دي ورکړي؟

اروپايي کمېسيون بيا ټينګار کړى، چې دوى دا پيسې په مستقيم ډول د ترکيې دولت ته نه، بلکې په پوره ډول مرستندويو سازمانونو ته ورکړي.

د ترکيې او جرمني رسنيو راپور ورکړى چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان به پر دې موضوع د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د بحث لپاره سبا دوشنبه بروکسل ته سفر وکړي.