طالبانو د یو شمېر امریکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې دغه وسلهواله ډله نیت نهلري چې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون مادې عملي کړي.
انبيسي ټلوېزیون تېره ورځ د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې استخباراتي معلوماتیې ښيي چې طالبان د تړون عملي کېدو ته لېواله نهدي.
دغو چارواکو ویلي، دوی دې برخه کې د طالبانو لهخوا ښکاره شواهد هم لیدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا دا ادعا رد کړې چې دوی د تړون د ماتولو اراده لري.
ښاغلي شاهین پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تر اوسه له امریکا سره د شوې توافقنامې د عملي کېدو بهیر ښه روان دی او د ده په ټکو، د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې هېڅ توجیه کېدای نهشي.