سعودي کې د سلطنتي کورنۍ ۳ غړي نیول شوي

 نیویارک ټایمز ورځپاڼي هم راپور ورکړی چې د نایف یو بل تنکی ورور نواف بن نایف هم نیول شوی.

د سعودي عربستان چارواکو د دې هېواد د سلطنتي کورنۍ درې غړي نیولي دي.

دا اقدام د ځینو په باور د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د واک د لا پیاوړي کېدو یوه نښه ده.

د امریکایي رسنیو د راپور پر اساس په نیول شویو کسانو کې د شاه سلمان ورور احمد بن عبدالعزیز شامل دی.

نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان پر ټاکل کېدو اعتراض کړی و.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی ښودلی لیکلي چې احمد بن عبدالعزیز او محمد بن نایف وروسته له دې چې په خیانت تورن شول، نن د شنبې ورځې په لومړیو کې له خپلو کورونو ونیول شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼي هم راپور ورکړی چې د نایف یو بل تنکی ورور نواف بن نایف هم نیول شوی.

د سعودي عربستان چارواکو سمدستي په دې اړه تبصره نه ده کړې.