امریکا کابل کې پرونۍ يېښه بوږنونکې بللې او په کلکه یې غندلې

د پېښې د یو ټپي انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په پلازمېنه کابل کې پرونۍ حمله بوږنونکې بللې او په کلکه یې غندلې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو په وسله واله حمله کې ۳۲ ملکي وګړی وژل شوي او لږترلږه ۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسئولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

ښاغلي پومپیو په یو بیان کې ویلي چې د تلین په مراسمو کې پر بېګناه او بې دفاع خلکو برید د قدرت نه بلکې د کمزورتیا نښه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم دا حمله په کلکه وغندله او ویې ویل، له هغوکسانو سره به چې داسې جنایتونه کوي، حساب- کتاب وشي.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې پر ملکي وګړو او قومي او مذهبي لږکیو حملې پر نړیوالو قوانینو جدي تیری دی او له جنګي جنایت سره انډول ګڼل کېدلائ شي.