د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه شل اوره لوبه سبا کېږي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې به سبا یک شنبه په دویمه شل اوره سیالۍ کې سره مخامخ شي.

دا سیالۍ د نوي ډيلي جنوب لویدیز لور ته د ګرېټر نوېډا په نوم ښارګوټي کې کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورد د رسنیو مسئول، فرید هوتک پرون ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لوبغاړي مخکې له مخکې هند ته را غلي وو چې ځانونه تیار کړي، زموږ لوبډله د سبا لوبې ته ښه تیاره ده."

د شل اوره کرکټ لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې ده.

د دې لړۍ دریمه او وروستۍ سیالي به د سه شنبې په ورځ وشي.