ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۲۴تنو ته رسېدلی

په مړو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم شامل دی چې ویل کیږي په دې ویروس تر اخته کیدو وروسته مړ شوی دی.

ایران وايي، په دې هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمیر ۱۲۴تنو ته رسېدلی دی.

په مړو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم شامل دی چې ویل کیږي په دې ویروس تر اخته کیدو وروسته مړ شوی دی.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د جمعې په ورځ وویل، ۱۷ کسان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس وژلي دي او زر تنه نور په دې ویروس اخته پیژندل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې حسین شیخ الاسلام چې یو وخت د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار و او په 1979 م کال کې یې په ایران کې د امریکا د سفارت د برمته نیونې په کړکیچ کې برخه درلوده په کویډ ۱۹ویروس له اخته کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ ساه ورکړې.

شیخ الاسلام په 1980 کلونو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم و.

د کرونا ویروس د ایران د ستر مشر د یو سلاکار او په واتیکان کې د ایران د پخواني استازي په شمول، تر اوسه د څو ایراني چارواکو ژوند اخیستی.

د ولسمشر روحاني د یوې سلاکارې معصومه ابتکار په شمول یو شمېر نور ایراني چارواکي او د پارلمان غړي په دې ویروس اخته پیژندل شوي.

ایران په لویو ولایتي مرکزونو کې ښوونځي، پوهنتونونه تړلي او ویلي یې دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې به د جمعې لمونځونه هم نه کېږي.

په دې هېواد کې له خلکو غوښتل شوي چې کورونو کې پاتې شي او له غونډو او راټولېدو ډه ډه وکړي.