ټرمپ د طالبانو افراطي وسله والو ته د "جنګياليو" خطاب وکړ

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر د طالبانو افراطي وسله والو ته د "جنګياليو" خطاب وکړ.

ډونالډ ټرمپ وويل، د طالبانو د افراطي ډلې مشر ته د خپلو وسله والو د سختو حملو د ختمولو لپاره يو ستونزمن کار ورترغاړې دى.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې پرون د فاکس نيوز ټلويزيوني شبکې د پوښتنو او ځوابونو په يوه پروګرام کې وکړې.

ولسمشر ټرمپ چې اشاره يې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ته وه وويل، د رهبرۍ دا موقف دومره اسان کار نه دى.

د امريکا ولسمشر زياته کړه په افغانستان کې ګڼې قبيلې شته، چې طالبان پر هغوى د کنټرول موندلو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي.

ډونالډ ټرمپ له ملا عبدالغني برادر سره تېره سې شنبه ټيليفوني خبرې وکړې او ويې ويل چې دا خبرې "ډېرې ښې" وې.