د غني او عبدالله ټاکنیزو ډلو ترمنځ غونډه شوې

د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند

د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال وايي له سیالې دولت جوړوونکې ډلې سره یې د ټاکنیزو لانجو په اړه خبرې کړي خو په دې خبرو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی.

عنایت الله بابر فرهمند پر خپله ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې ویلي دي چې دواړو ټیمونو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او پخواني ولسمشر حامدکرزي د غوښتنې په اساس د بهرنیو چارو په وزارت کې سره وکتل او د ټاکنیزو لانجو د حل پر لارو چارو یې بحث وکړ خو دا بحثونه له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېدل.

ښاغلي فرهمند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټیم تراوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

د ثبات او همپالنې د ټیم مشر عبدالله عبدالله د تلې د شپږمې د ټاکنو نتایج چې له مخې یې ولسمشر غني ګټونکی اعلان شوی نه مني او خبرداری ورکوي چې ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

تمه ده چې ولسمشر غني به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي او ښاغلي عبدالله هم ویلي دي چې دی به هم د لوړې موازي مراسم ترسره کړي.