د سوریې په ادلیب کې اوربند شوی

پر دې اوربند د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین په پرونۍ کتنه کې موافقه وشوه.

تېره شپه د سوریې په شمال ختیځ ولایت ادلیب کې اوربند عملي شو.

پر دې اوربند د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین په پرونۍ کتنه کې موافقه وشوه.

دا موافقه داسې مهال کېږي چې انقره او مسکو په سوریه کې د تاوتریخوالي د څپې له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ د رامنځته شوي کړکېچ د اوارولو هڅه کوي.

دا موافقه پرون د مارچ په پنځمه نېټه په مسکو کې د دواړو ولسمشرانو له شپږ ساعته خبرو وروسته اعلان شوه.

اردوغان د دې کتنې په ترڅ کې وویل: "د ادلیب په اړه زموږ کتنه خورا زیات اهمیت لري، په حقیقت کې په دې سیمه کې وضعیت ډېر زیات کړکېچن دی، پوهېږم چې د نړیوالو سترګې موږ ته دي."

د دې اوربند له پیله څو ساعته مخکې د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ادلیب کې د سوریې د دولتي ځواکونو په ډزو د دوو ترکي سرتېرو مړینه او د دریو نورو د ټپي کېدو خبر اعلان کړ.

په خبرپاڼه کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د ځوابي حملو یادونه هم شوې.

د روسیې او ترکیې په موافقه کې د هغه فرضي امنیتي دهلیز یادونه شوې چې ۱۲ کیلومتره سور به لري او د مارچ له ۱۵ مې وروسته به روسي او ترکي پوځیان ګزمې پکې کوي.