خلیلزاد: د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هوکړه ګواښي

خلیلزاد په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب مرکچي پلاوي سره د خبرو پرمهال. 04 March 2020

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هوکړه له خطرسره مخامخ کوي او باید سمدستي کم شي.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په څو پرله پسې ټویټرونو کې ویلي چې د ولسمشرډونالډ ټرمپ له ټېلېفوني خبرو وروسته یې له ملا عبدالغني برادر او د هغه له ټیم سره کتلي او په دې اړه یې ورسره سپینې خبرې کړې دي.

خلیلزاد وویل: "موږ ټول له دې خبرې سره موافق یو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه په افغانستان کې یوې پراخې سولې ته لاره هواروي."

هغه زیاته کړه، په دې اړه مو چې اړتیا ده شخړې کمې شي او هم د بندیانو د تبادلې پر موضوع خبرې وکړي.

خلیلزاد وویل، امریکا د بندیانو تبادلې ته د اسانتیا د برابرولو ژمنې ته چې په دواړو د امریکا او طالبانو په موافقه او د امریکا او افغانستان ترمنځ اعلامیه کې یې ژمنه شوې، وفاداره ده.

خلیلزاد ویلي چې دوی د هر لوري له خوا د پام وړ شمېر بندیانو د خوشې کولو ملاتړ کوي.

خلیلزاد په ټویټري پیغامونو کې دغه راز ویلي: "مونږ ته پکار ده چې د ټولو هغو خنډونو د لرې کېدو لپاره کارو کړو چې د بین الافغاني خبرو د پیليدو پر وړاندې یې زموږ د پرمخګتونو مخه ډب کړې ده."

داسې ښکاري چې د دغو خبرو د پیليدو په وړاندې یو لوی خنډ د بندیانو خوشې کيدل دي.

طالبان ټینګار کوي چې پنځه زره بندیان یې باید د افغانستان حکومت خوشې کړي خو ولسمشر اشرف غني تيره ورځ وویل چې په دې برخه کې یې له چاسره ژمنه نه ده کړې او طالبان باید د خبرو د پیليدو لپاره دا د یوه شرط په توګه مطرح نه کړي.