د کابل ښار د ککړتیا مخنیوي لپاره لنډمهاله تګلاره ګټوره بلل شوې

د کابل ښار یوه څنډه

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، د کابل ښار د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې لنډمهاله ژمنۍ تګلاره ګټوره وه.

د دغې ادارې مشر شاه زمان میوندي پرون حکومت ته د حساب ورکولو په نوم خبري غونډې ته وویل، د ژمي پر مهال یې د کابل د هوا د ککړتیا ۱۳۶۰ سرچینې په کلکه څارلې دي.

د ښاغلي میوندي په خبره، په دغو سرچینو کې د ښارګوټو مرکزګرمۍ، د خښتو بټۍ، ریګریشن او یو شمېر فابریکې او اصناف شامل وو.

نوموړي وویل، د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې تازه د نیالګیو کېنولو په اړه د ولسمشرۍ یو حکم ترلاسه کړی چې د ده په ټکو، پخوا یې ساری نه و.

هغه وویل: "د کابل ښار هوا هر کال د ژمي پر مهال دومره خرابېږي چې نفس ښکل ستونزمنوي، سږ کال هم د ژمي په سر کې وضعیت همداسې جدي شو، خو وروسته ورښت او یو څه د چاپیریال ساتنې ادارې ګامونو وضعیت قابو کړ."