ایټالیا کې د مارچ تر ۱۵مې د زده کړو مرکزونه وتړل شول

ایټالیا کې د کرونا ویروس په مبارزه روانه ده خو تر اوسه یې ۷۹ تنه مړه کړي.

ایټالیوي چارواکو ویلي چې دغه هېواد کې به ټول ښونځي او پوهنتونونه د مارچ میاشتې تر پنځلسمې نېټې بند وي.

د ایټالیا د پوهنې وزیرې لوسیا ازولینا دا اعلان داسې مهال کړی چې دغه اروپایي هېواد له کرونا ویروس سره په مبارزې اخته دی، هغه ویروس چې تراوسه یې هلته ۷۹ تنه مړه کړي دي.

لس ورځې وړاندې ایټالیایي چارواکو ویلي و چې یوازې د هېواد شمالي سیمه کې ،چې کرونا ویروس په کې دي، ښونځي او پوهنتونونه بندوي، دې چارواکو یو شمېر په ګوتو شمېر ښارونه هم قرنطین کړي وو.

په ایران کې هم د کرونا ویروس پيښې او له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر په چټکۍ سره لوړیږي.

ایراني چارواکو پرون خبر ورکړ چې دغلته تراوسه ۲۸۲۲ کسان کرونا نیولي او له ډلې یې ۹۲ تنه مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر نوي زرو نه پورته شوی او له دې کبله د مړو شمېر هم ۳۲۰۰ ښودل کیږي.