اروپايي ټولنه: ترکیه له کډوالو سیاسي ګټه پورته کوي

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې دفتر

د اروپایي ټولنې غړو د ترکیې هغه اقدام نامناسب بللی چې له کډوالو نه یې د دوی په ټکو، د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

په یوه خبرپاڼه کې چې د دغې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو وزیرانو تصویب کړې، راغلي چې د اروپایي ټولنې په پولو کې اوسنی وضعیت د منلو نه دی.

پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی له کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار اخلي.

انقرې له اروپایي ټولنې غوښتي چې دغه هېواد کې د سوریي کډوالو او د سوریې سره د مخامخ کېدنې له کبله ورسره مرسته زیاته کړي.

اروپایي ټولنې له ترکیې غوښتنه کړې چې خپلې پخوانۍ هوکړې ته ژمنه پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې د دوی له خاورې کډوال یونان ته را واوړي.

ترکیې څو ورځې وړاندې د هغو کډوالو پر وړاندې خپلې دروازې خلاصې کړي چې غواړي اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي.