طالبانو ته د ناټو خبرداری: هغه وخت وځو چې تاوتریخوالی کم کړئ

د ناټو عمومي منشي

د ناټو عمومي منشي وایي، د دوی او امریکا ځواکونه به هغه وخت له افغانستانه ووځي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

ینس سټولټنبرګ فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان سولې ته یوه اوږده او پیچلې لار مخکې ده.

ده طالبانو ته خبرداری ورکړی، که له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه وکړي، بهرني ځواکونه به له افغانستانه ونه وځي.

ده ویلي، وضعیت پیچلی دی او طالبان باید هغه ژمنې عملي کړي چې کړې یې دي.

سټولټنبرګ فرانس پرس ته په ځانګړې مرکه کې ویلي: " مونږ باید د تاوتریخوالي کمښت ووینو."