د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې پر عمرې لګول شوی بندیز دوام کوي

بهرنیان او په خپله سعودي وګړي تر راتلونکي اعلانه د مکې معظمې او مدینې منورې زیارت ته له ورتګه منع شوي.

سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د عمرې پر حج د لګول شوي بندیز موده وغځوله.

د سعودي رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې بهرنیان او ان د سعودي خپله اوسېدونکي باید تر راتلونکي اعلانه د مکې معظمې او مدینې منورې زیارت ته ولاړ نه شي.

سعودي عربستان کې د کرونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکول شوی او سعودي چارواکو ویلي، نوې پرېکړه وخت په وخت څارل کېږي او خلکو ته یې په اړه معلومات ورکول کېږي.

سعودي چارواکو ویلي، دا احتمال شته چې دغه هېواد کې په کرونا ویروس اخته کسان دې ایران ته تللي وي.