امریکا په چین کې له وحشته تښتېدلې ساري ګل ته نړیواله جایزه ورکوي

د چین په شین جین کې مسلمانان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به ساري ګل سوبوتایف ته چې د چین د شین جین ولایت اوسېدونکې، خو په خټه قزاقۍ ده سږ کال د زړورو ښځو جایزه ورکړي.

ساري ګل په چین کې د مسلمانانو لپاره په ځانګړي کمپ کې چې د چین حکومت‌یې د مسلکي تعلیم مرکز بولي، له وحشته قزاقستان ته وتښېتده او د مسلمانانو پر ضد یې د چین حکومت له ځپونکو اقداماتو پرده پورته کړه.

ساري ګل په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له شین جینه وتښتېده او بیا یې د قزاقستان یوې محکمې ته په بیان کې وویل چې زرګونه مسلمانان چې په خټه قزاق، اویغور او د نورو توکمونو دي، د چین د حکومت په کمپونو کې له سیاسي اړخه مغزي شستشو کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي چې ساري ګل د مسلمانانو پر ضد د چین د حکومت د ځپونکو پالېسیو له لومړنیو قربانیانو وه چې په زغرده‌یې له ظلمونو پرده پورته کړه او خبرې یې وکړې.