د تاجکستان ملا امامان: خلک دې د جمعې په لمانځه کې ګډون نه‌کوي

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې یو لوی جومات

د تاجکستان په جوماتونو کې ډېرو امامانو نن د مارچ ۴مه، له خپلو خلکو غوښتنه وکړه چې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو ته له تګه ډډه وکړي.

سره له دې چې په تاجکستان کې تر اوسه د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، دا هېواد هڅې کوي چې حد اکثر تدابیر ونیسي.

تاجکستان نهه میلیونه وګړي لري او له چین سره‌یې پولې ګډې دي.

په تاجکستان کې د حکومت د مذهبي چارو د کمېټې ویاند افشین مقیم د ازادي راډیو تاجکي برخې ته نن وویل چې د جوماتونو یو شمېر امامانو دا پرېکړه د تاجکستان د اسلامي مرکز د سلا له مخې کړې ده.

افشین مقیم ویلي چې حکومت ښايي په نږدې راتلونکي کې رسماً د جمعې پر لمانځه بندیز ولګوي. د تاجکستان د روغتیا وزیر ویلي چې پر داسې امکان د روغتیايي چارواکو ترمنځ هم بحث روان دی.

په تاجکستان کې همداراز د مارچ له ۲مې تر ۲۲مې د نوروز لپاره د زده‌کوونکو پر تفریحي او نمایشي پروګرامونو بندیز لګېدلی دی.